اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) د پاکستان اور نړيوال مالياتي فنډ (آئي اېم اېف) ترمېنځه د سټاف ليول لوظنامه شوې۔ د نړيوال مالياتي فنډ (آئي اېم اېف) سټاف ټيم د ناتھن پورټر په مشرۍ كښې د پاکستان چارواكو سره په ذاتي توګه او ورچوئل ميټنګز كړي دغسې چې د آئي اېم اېف د سټېنډ بائي ارينجمنټ (اېس بي اے) له مخې پاکستان لپاره په يو نوې مالياتي انګېنجمنټ د خيالاتو څرګندونه وكړې شي۔ د مشن په پائې كښې پورټر اعلاميه جاري كړې چې پكښې ووئيل شول چې زه په دې اعلان كولو خوشحالي محسوسوم د آئي اېم اېف ډلې د پاکستان چارواكو سره په سټاف كچه د 2,250 مېليونه اېس ډي آر (تقريباً 3 بلين ډالر يا 111 فيصد آئي اېم ايف کوټه) په رقم كښې 9 مياشتو لپاره د سټينډ بائي ارينجمنټ (اېس بي اے) لوظنامه كړې ده۔ نوې اېس بي اے د پاکستان د كال 2019 د اي اېف اېف سپورټ يافته پروګرام له مخې د چارواكو په هلو ځلو استوار ده كوم چې د جون په پائ كښې ختمېږي٬ دا لوظنامه د آئي اېم اېف د اېګزيكټو بورډ منظورۍ سره مشروط ده او توقع ده چې د جولائي تر نمائي په دې درخواست غور وشي٬ په اګست 2022 كښې د كال 2019 د پراختيا فنډ سهولت (اي اېف اېف) له مخې مشتركه اووم او اتم جاج بشپړېدو نه وروسته راهسې٬ معيشت يو شمېر بهرني چېلنجونو سره مخ شوې چې پكښې د كال 2022 تباه كن سېلاب او د يوكرائن روسيه د جنګ په نيتجه كښې د نړيوالې غلې په بيعه كښې اضافه شامل ده٬ د دې ستونزو سره سره د ځينې پاليسۍ غلطو پشمول د زرمبادله د ماركيټ په كار كولو كښې د خنډانو له امله معاشي ترقي ودرېدلې ده او د ضرورت څيزونو پشمول ګراني ډېره زياته شوېده۔ د اعلاميې له مخې نوې سټينډ بائي ارينجمنټ لوظنامه به د اوسنيو بهرنيو ستونزو څخه د معيشت په مستحکم کولو، مېکرو اکنامك استحکام په ځائ ساتلو او ګڼ اړخيزه او دوه اړخيزه شراكتدارۍ سره فنانسنګ لپاره فرېم ورك وركولو له د چارواكو د سمدستي هڅو ملاتړ كوي۔ په اعلاميه كښې وئيلي شوې دي چې لوظنامه به د پاكستان د بهرنيو ادائيګو فشار كوم كړي او سماجي څانګې لپاره به فنډز وركول بهتر شي او لوظنامه به په پاكستان كښې د ټېكسز آمدن زياتوي او د ټېكس آمدن زياتېدو سره به د اولس پرمختګ لپاره فنډز زيات كړې شي٬ لوظنامه به په پاكستان د مالي نظم و ضبط سبب جوړه شي او د توان اصلاحات به باوري كړې شي۔ آئي اېم اېف وئيلي دي چې پاکستان سره د نهه مياشتو سټينډ بائي لوظنامه شوې چې ورسره به پاكستان ته بهر هېوادونو او مالياتي ادارو څخه فنانسنګ ترلاسه شي٬ اعلاميه كښې وئيلي شوې دي چې پارلمان د مالياتي استحكام ملاتړ او محصولات ښه كولو لپاره د هدفونو له مخې مالي كال 2024 بجټ منظور كړے دے، كوم چې به سماجي او پرمختيائي خرڅونه زيات ښه كوي٬ دا به هم اهم وي چې په بجټ د منصوبه بندۍ له مخې عمل وكړې شي او چارواكي راتلونكې موده كښې غېر بجټ خرڅونه يا په ټېكس كښې د چهوټ د فشار مقابله وكړي۔ اعلاميه كښې وئيلي شوې دي چې مركزي بانك د درآمدي ترجيح پحقله لارښودنه بېرته اخستې او د اېکسچينج رېټ د بشپړه مارکيټ تعين باوري كولو عزم لري٫ سټېټ بېنك له افراط زر كمولو لپاره فعاله كېدل پكار دي كوم چې د ټولو نه زيات بې وځله متاثره كوي، او د موجوده نړيوال لين دين او د يو شمېر كرنسۍ طريقو لپاره په ادائيګو او منتقلۍ د بنديز نه پاك غېر ملكي كرنسي فرېم ورك په ځائ ساتل پكار دي٬ په جنيوا كښې په جنوري كال 2023 كښې موسمياتي بدلون د پاكستان په اړه په شوې كنفرنس كښې لوظنامو سره سره د چارواكو هڅو سره نوې فنانسنګ ترلاسه كولو او د واجب الادا قرضو رول اوور محفوظ كولو پلو پام ګرځولے شوېدے٬ دا به د نزدې مودې د پاليسو د هلو ځلو ملاتړ كوي او مجموعي پانګې به بيا زياتې كړي چې مقصد ئې دا زياتې موثره كچه ته راوستل دي٬ په پروګرام كښې د توان څانګې عملداري مضبوطولو لپاره جاري هڅې هم شامل دي د (بشمول مالي كال 24 كلن ري بېسنګ د لارې)، اېس او اېس ګورننس ښه كول د اولسي سرمايه كارۍ د انتظام فرېم ورك قوي كول او د موسمياتي بدلون پحقله منصوبې شاملې دي۔ اعلاميه كښې وئيلي شوې دي چې د پروګرام بشپړه او په وخت نفاذ به د سختو چېلنجونو په رڼا كښې د دې كاميابۍ لپاره اهم وي٬ د آئي اېم اېف ټيم به خوشګوار او تعميري خبرو اترو او مرسته د چارواكو مننه كول غواړي چا چې مونږ نن دې كاميابې نتيجې ته رسولې يو