اسلام آباد۔7جولائی (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې ځوانان د قوم د مستقبل او سوكالۍ ضامن دي، زه غواړم چې د هر ماشوم په لاس كښې لېپ ټاپ وي او يو لک نه بلکې يو كروړ ليپ ټاپ ووېشم٬ په ځوانانو د سرمايه کارۍ نه ښه بل څه نشته۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د جمعې په ورځ په جناح کنونشن سنټر كښې د وزيراعظم يوتھ پروګرام لاندې د ليپ ټاپ وېش دستورې ته د وېنا په مهال وكړه۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب، د وزيراعظم خاص مرستيالې شزا فاطمه، عطاء تارړ، ملک احمد خان، د اېچ اي سي چيئرمېن ، استاذان، زده كوؤنكي او د هغوي مور پلار هم په دې موقعه موجود وو۔ وزيراعظم وئيل كله چې د زه د پنجاب اعلی وزير ووم نو د ځوانانو ترمنځه په لکونو ليپ ټاپس ووېشل۔ پنجاب اېجوکیشن انډوومنټ فنډ لخوا مې ډیرو زده کونکو ته د تعلیمي وظيفو وركولو لړۍ پېل كړه په دوئي كښې زيات شمېر طالب علمان او طالب علمانې نن ډاكټران ٬ انجينئران او كامياب پروفېشنلز جوړ شوي دي او د پاكستان خذمت كوي۔ ده ووئيل يوه ورځ په لاهور كښې يوې نجلۍ د لېپ ټاپ اخستلو په مهال ماته ووئيل چې مور او پلار مې دې دنيا كښې نه دي خو غواړم چې ډاكټره جوړه شم۔ ده ووئيل د ملت د روښانه سباؤن كنجيانې د ځوانانو په لاس كښې دي۔ زه غواړوم چې د هر يو ځوان په لاس كښې لېپ ټاپ وي ٬ کله چې د کووېډ-19 نړیواله وبا راغله، ښوونځي وتړلې شوې۔ دا لېپ ټاب چې ځوانانو ته د تعليم آسانۍ وركولو او د دوئي كامياب پروفېشنل جوړولو ذريعه وګرځېده۔ ده ووئيل دې لېپ ټاپ د لكھونو په شمېر ځوانان د روزګار كولو جوګه كړې هم دي۔ ده ووئيل راروان كال كښې به يو لك ځوانانو ته لېپ ټاپ وركولې شي كوم به چې په خالص مېرټ وركولې شي۔ وزیرعظم ووئيل د ځوانانو هنرمند جوړولو له 5 اربه روپۍ بېلې كړې شوي دي۔ دغسې په كلي والو سيمو كښې به ځوانانو ته 5 اربه روپۍ د زرعي قرضو په توګه وركولې شي۔ ده ووئيل كه زما په وس كښې وې نو ما به يو لك نه يو كروړ ځوانانو ته لېپ ټاپس وركړې وو ولې چې هم دا لېپ ټاپس به د پاكستان د پرمختګ او سوكالۍ ذريعه وګرځي۔ وزیراعظم ووئيل په سويډن كښې د قرآن پاك د بې حرمتۍ ناوړه پېښې غندنه كوم۔ نن ټول قام ګردې نړۍ ته دا باور وركولو له احتجاج كوي چې كوم هم مسلمان د قرآن مجيد بې حرمتي زغملې نه شي۔ دې څخه وړاندې وزيراعظم د يو لك لېپ ټاپس وېشلو پروګرام پرانسته وكړه۔ وزیراعظم په دستوره كښې ګډون كوؤنكو د بېلو پوهنتونونو د معياري قابليت څرګندونه كوؤنكو زده كوؤنكو انجونو او هلكانو ته په خپل لاس لېپ ټاپس وركړل۔ دستورې ته د وزیراعظم د ځوانانو چارو خصوصي مرستيال شزه فاطمه هم خطاب وكړو۔